poniedziałek, 27 września 2010

Why? / ولې؟

ستا د خبرو په شان
ته خپله ولې ترما پورې
له خپل زړه سره ملګری
نه رسېږې ؟

ته ولې نه پوهېږې
زما د زړه
زما د روح
او زما د خلې په خوږو خبرو ؟

ته ولې
زما د سترګو
د ماشوم نظر په وړاندې سخت ګیر یې ؟

او ته ولې
زما په خواږه کاته
زما د زړه دُنیا ورانولو ته تیار ښکاره کېږې ؟

(transl. from English to Pashto by Afzal Shauq)